Banner

د نورالحق آرين څلوريزې

25.02.2011 19:22

ښکلي دي سرور کوي،په حسن خپل غرور کوي
مړه مړه چې کاته کوي ، بڼو باندې ترور کوي
مینه  ورکوو آرینه  او  مینه  ترېنه غواړو
خو دا دلبران  راسره  کارونه  د تربور  کوي

ته يې چې نه اخلې او ما درته ګل نيولی دی
مالومېږي  چې  جانانه  یار دې بل نيولی دی
دومره  کبر غرور مه  کړه د آرین  دلبره
ښکلي څه کم نه دي خدای پرې ګرد کابل نیولی دی

رحیم ګل نایل 26.02.2011 20:28

سلامونه ارین جانه!<br />ډېرې ښایسته څلوریزې ستا دنورو نویو څلوریزو او شعرونو په تمه<br />ستا نایل

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.